
ایکنا نیوز د ammonnews په حواله راپور راکړی، د مراکش د مکناس ښار به د ابن الجزاري د مطالعاتو او څېړنو د مرکز لهخوا د یو نړیوال علمي سمینار د دویم پړاو کوربهتوب وکړي.
دا کنفرانس چې «د قرآن کریم تفسیر او مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینتلیجنس): د یو میتوډولوجیک لید او لارښوونکې کړنلارې پر لور» تر عنوان لاندې ترسره کېږي، د څو ملي او نړیوالو علمي، پوهنتوني او مدني بنسټونو په ملګرتیا به د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۸ او ۱۹ (د راتلونکي کال د چنګاښ دمیاشتې په ۲۷ او ۲۸) نیټې جوړ شي.
دا علمي غونډه د یوه نوي فکري چوکاټ په رڼا کې ترسره کېږي چې قرآن کریم د مسلمانې ټولنې لپاره د هدایت او قانون جوړونې د اصلي سرچینې په توګه تأییدوي، او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا د دورې له بدلونونو سره په شعوري ډول تعامل کوي
دا کنفرانس د دې لپاره جوړېږي چې د قرآن د تفسیر په خدمت کې د اوسمهاله ډیجیټلي ټیکنالوژیو د کارونې وړتیاوې وڅېړي، په داسې علمي او اخلاقي چوکاټ کې چې د قرآن د متن حرمت وساتي او د هغه اساسي اصول او موخې خوندي کړي.
د مکناس کنفرانس هڅه کوي چې د هغه څه لپاره چې «سمارټ تفسیر» بلل کېږي، یو معتبر میتوډولوجیک لید رامنځته کړي؛ داسې لید چې د دودیز تفسیري میراث او مصنوعي ځیرکتیا ترمینځ یووالی رامنځته کړي. دا لید، د نړیوال څېړنیز چینل د جوړولو تر څنګ،چې پوهنتونونه او تخصصي علمي مرکزونه سره نښلوي،د قرآني مطالعاتو په برخې کې د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقو لپاره د یوه نړیوال منشور د برابرولو هدف هم لري.
په دې علمي پروګرام کې څو موضوعات شامل دي چې تر ټولو مهم یې دا دي:
د سمارټ تفسیر نظري بنسټونه،
د قرآن د متن د طبیعي ژبې پروسس،
د هوښیار یا سمارټ تفسیري پلیټ فورمونو د جوړښت څېړنه،
او همدارنګه د دیني متنونو په تفسیر کې د الگوریتمونو د کارونې حقوقي او اخلاقي لارښوونې.
د کنفرانس دویمه ورځ به عملي ورکشاپونو ته ځانګړې وي چې د تفسیر او مصنوعي ځیرکتیا د متخصصانو په لارښونې سره ترسره کېږي، څو زدهکوونکي، څېړونکي او مینهوال وکولای شي د کنفرانس پایلې له نظري پړاو څخه په عملي کارونې بدلې کړي.
د جوړوونکې کمېټې لهخوا د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ ۲۸ د څېړنیزو مقالو د خلاصې د لېږلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې، چې د centrejazari19@gmail.com